IQNA

د قرآن سورې/44

په الدخان سورې کې له حقیقته د انکارکونکو برخلیک

6:34 - December 04, 2022
د خبر لمبر: 3486544
ایکنا-(تهران) که څه هم  حقیقت مشخص و واضح دی ،خو  ځيني کسان د خپلو شخصي یا ډله ایزو ګټو له خطرې سره دمخامخیداپشمول په مختلفو دلیلونو ورڅخه انکارکوي. هماغه شان  چې  دتاریخ په اوږدو کې سرزورو او ستمګرانو،هڅې کړي دي ،د خداي د استازو انکار وکړي څو څکومت او خپل پيروکار وساتي . خداوندمتعال دوي په سختو او کوټلو سزاګانو ګواښلي دي.

د قر آن کریم د څلورویشتمې سورې نامه دخان ده، دغه سوره۵۹آیتونو سره د قرآن  په پنځه ویشتمې سپارې کې واقع ده.دغه مکي سوره، د نزول په تربیب کې څلور شپیتمه سوره ده چې د اسلام پر پیغمبر (ص)نازله شوې ده.

دغه سوره په  دې دلیل دخان بلل شوې ده ده چې لسم آیت د کافرانو لپاره  ددخان په نامې سره له خواړو او دقیامت د ویې نښې په توګه بلل شوې ده.ددخان مقصد،د دود په شان  او د ګیسو په شکل یوه ماده ده  چې د نړۍ په پاي او د قیامت په درشل کې ورسره درست آسمان پوښل کیږي.

 د المیزان په  لیکنې سره ، ددخان سورې اصلی موخه،د دنیا او اخرت په عذاب  ګواښل دي او دا ګواښ هغو کافرانوته متوجه دی  چېد قرآن په حقانیّت کې شک لري . دخان سوره  د انسانانو د هدایت لپاره د خداوندمتعال له خوا دقدر په شپه د قرآن نزول ته اشاره کوي.

دغه سوره په پیل  کې د قرآن عظمت بیانوي او دقدر په شپه  د قرآڼ پر نزول ټینګار کوي. په بلې برخې کې د توحید او دخداي د وحدانیّت  او دپنځون په نړۍ کې د هغه دعظمت د ځينونښو نښانو په باب خبرې کوي . په دغې سورې کې ټينګار شوی دی چې  کافران به ډير زر له هرې خوا په دنیا کې دردناک عذاب راګیر کړي، هغه مهال به دخپل پروردګار وآخوا ته وګرځي  او خداوند متعال به  دعملونو له دقیقې محاسبې وروسته  دوي له تل پاتې عذاب سره مخامخ کړي.

همداراز .دحضر موسی(ع) او دبنی اسرائيلو د تاریخ  او د فرعون  له پیروکارو  او دهغوي له سخت عاقبت سره د ډغرې  خبرې  ئې کړي دي .کله چې حضرت موسی د بنی اسرائيلو د قون د نجات لپاره د فرعون په لور حرکت وکړ، نو فرعون او دهغه پلویانو  هغه دروغ وبالۀ او خداوند هم دوي په دریا کې غرق کړ. دا کیسه  د هغو غافلانو د ویښولو لپاره ده چې  دحقیقت انکار کوي.

 دغه سوره پر دنیاوي عذابونو سربیره دقیامت او ددوزخیانو ددرناکو عذابونو پر موضوع هم رڼا اچوي. په پیل کې ټينګار کوي چې قیامت هرو مرو تحقق مومی ،که څوک ئې وغواړي او که نه،اوپه آخر کې ځيني د قیامت خرې  او هغه څه چې د مجرمانو په سر راځي ، او هغه څه چې هغوي ته ډول ډول عذابونه رسیږي، شمیري او هم دهغو ثوابونو برخه چې مومنانو او پرهیزګارانو ته رسیږي ، بیانوي.

دپنځون د هدف موضوع، او د آسمان او مځکې دخلفت مقضد یوه بله موضوع ده چې ددغې سورې په آیتونو کې مطرح شوې ده ،بلاخره سوره د قرآن کریم دعظمت په بیانولو سره  هماغه شان چې پيل شوی پاي ته رسوي.

تړلې خبرونه
captcha